له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کميټې تر منځ د ۵۰۷۱۳۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
Tue, Mar 11 2025 11:12 PM
news image

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي د ناروې کميټي معاون او د دفتر سرپرست احسان فقیري، د بشري مرستو مسؤل ذبیح الله رحمتي او د اړیکو مسؤل مجیب الله شیرزوی سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. 
له پېښو سره د مبارزې امادګي ملي ادارې سرپرست ترابي صاحب تر هرڅه مخکي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه چي مؤسیسات باید په کارو کي چټکتیا راولي  ترڅو خلګ پر وخت ورڅخه برخمن سي.
ترابي صاحب زیاته کړل چي مونږهڅه کوو چي ژر تر ژره د مؤسیساتو کارونه خلاص کړو ترڅو افغان ولس یې د همکاریو څخه برخمن سي او د ټولو موسیساتو سره د دولت په اصولو او چوکاټ کي پوره همکاري کوو.
د ناروې کميټې سرپرست رئیس احسان فقیري  وویل چي خوشاله یو چي مونږ ته مو د ملاقات وخت راکړ او خوښي یې څرګنده کړه چي په کارو کي مو هیڅ خنډ او ځنډ نه دی راغلی همدارنګه یې  وویل چي مونږ په بیلابیلو برخو کي افغان ولس ته خدمت کوو او په ۱۲ ولایتونو کي پر پروژو کار شروع دی.
د یادوني وړ ده یاده تفاهم نامه چي ۵۰۷۱۳۳ (پنځه لکه اوه زره یو سل دري دیرش) ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه چي د دغه تفاهم نامې په اساس د دایکندي ولایت په درو ولسوالیو کي ۲۱۸۳ بې وزله او بې سرپرسته کورنیو ته نغدي مرستي ورکول کیږي چي دا مرسته د څلورو میاشتو په جریان کي په (څلور پړاوونو) کي ورکول کیږي چې د دایکندي ولایت د خدیر په ولسوالۍ کي (۸۲۲ کورنیو)، د سنګ تخت په ولسوالۍ کي (۶۳۸ کورنیو) او د شهرستان په ولسوالۍ کی (۷۲۳ کورنیو)  ته ویشل کېږي.
 په دې مرستو کي هره مستحقه کورنۍ ته په هر پړاو کي ۴۲.۵ امریکایي ډالره (د ورځني افغانیو نرخ مطابق) د څلورو پړاوونو لپاره ورکول کیږي چي د څلورو میاشتو په اوږدو کې  هري کورنۍ ته ټوټل ۱۷۰ ډالره ورکول کیږي چې د خوراکي توکو د پېرلو او برابرولو لپاره به وي 

نیټه: ۱۴۴۶/۹/۱۱  هـ ق
له پېښو سره د مبارزي آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .