د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Mar 12 2025 10:01 PM
news image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په برکي برک, چرخ او محمدآغه ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته, له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پلاوي له لارې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې په درېیو ډلو کې په دې توګه چې په لومړۍ ډلې کې ۱۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو وریجې, ۵۰ کیلو اوړه, ۱۰ لیټره غوړي, ۲ کیلو مُۍ, ۴ تختې کمپلې, ۳ پاکټه بسکوټ, یوه د یونیسف روغتیایي بسته او یو کارټن صابون, په دویمه ډله کې ۶ کورنیو هرې یوې ته ۵ لیټره غوړي, ۲ کیلو مُۍ, ۲ تختې کمپلې, یوه د یونیسف روغتیایي بسته او یو کارټن صابون, او په درېیمه ډله کې ۹ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو وریجې, ۲ کیلو مُۍ, یوه د یونیسف روغتیایي بسته او یو کارټن صابون ووېشل شول, همدارنګه ۲ کورنیو ته چې په زیاته کچه زیانمنې شوي وې هرې یوې ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو مننه او خوښي څرګنده کړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Jul 02 2025 2:22 PM
Background image

An MoU for joint cooperation was signed between ANDMA and the International Rescue Committee, with a total value of 331,429$.

Today in morning, Alhaj Mullah Nooruddin, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Mohammad Amir Ahmar, Acting Head of the. . .

Mon, Jun 30 2025 8:35 PM
Background image

A Three-Day Training Workshop was Held for 30 Employees of ANDMA on Emergency Response

The Afghanistan National Disaster Management Authority, with financial and technical support from the Aga Khan Agency for Habitat, conducted a three-day training workshop for 30 of its. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .