د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فیض‌آباد ولسوالۍ د سیندد شکن تحکیماتي پروژه  پیل کړل

rahyab
Wed, Mar 19 2025 10:08 PM
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان له مخې، چې هر ولایت ته د بیړنیو وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یې ۱,۰۰۰,۰۰۰ افغانۍ ځانګړې کړې دي، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د فیض‌آباد ولسوالۍ د سیند د تحکیماتو چارې د ۱,۲۰۲,۰۰۰ افغانیو په لګښت پیل کړل.
د دې پروژې د بنسټ کېښودو مراسم د جوزجان ولایت والي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس او سیمه‌ییزو مسوولینو په شتون کې ترسره شول.
یاد شکن، چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د پسرلني سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، تر تحکیم وروسته به د سېلابونو له راوتلو او له زیانونو څخه به یې د هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو ساتنه وکړي.
یاده پروژه د ۱۶ متره په اوږدوالي، ۵ متره پلنوالي او ۱۰ متره په لوړوالي د سنګکارۍ او ګبیونکارۍ چارې لري، چې د جوړولو لپاره به یې ۴۸۰ مترمکعبه زینه يي ډوله ډبرې وکارول شي.
د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او د دې پروژې په پلي کېدو کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې.

نېټه:۱۴۴۶/۰۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .