د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲ تنه ټپیانو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۲ کورنیو ته چې د یاد ولایت په دره بوم ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د کورنۍ غړي یې ټپیان شوي وو، نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ، ۵۰ کیلو غنم، ۵ تختې کمپلې او د اوبو یو سطل ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره