د ماین‌پاکۍ د معلوماتو د بانک سیستم دIMSMA) Core) نوي سیستم ته پرمختګ وکړ

rahyab
Fri, May 09 2025 2:25 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست, د ماین‌پاکۍ د معلوماتو د بانک سیستم له پخواني سیستم (IMSMA Ng) څخه نوي سیستم (IMSMA Core) ته د پرمختګ ترنامه لاندې, د ماین‌پاکۍ د تخنیکي دفتر استازو، د ملګرو ملتونو د یوناما (UNAMA) او یونماس (UNMAS) د استازو، د جینیوا د نړیوال بشردوستانه معلوماتو مرکز (GICHD) د معلوماتو مدیر، د پلي کوونکو مؤسسو (IPs) استازو او د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام د نورو شریکانو په ګډون غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې، د جینیوا د نړیوال بشردوستانه معلوماتو مرکز د معلوماتو مدیر, سلیمان مکاهل، د نوي سیستم د عمومي کتنې، IMSMA Core ته د انتقال بهیر، د شته ننګونو او وړاندیز شویو حللارو په اړه یو معلوماتي پرېزینټېشن وړاندې وکړ.
همداراز، ګډونوالو، په ځانګړې توګه د اړوندو ادارو تخنیکي کارکوونکو، په بحثونو کې فعاله برخه واخیسته، خپل نظرونه یې شریک کړل او د انتقال له بهیر سره اړوند اندېښنې یې مطرح کړې.
د یادونې وړ ده, چې د دې ناستې موخه، په بریالیتوب سره د نوي معلوماتي سیستم د پلي کولو لپاره ښه همغږۍ، او په هېواد کې په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو اړوند معلوماتو د راټولولو، تحلیل او اغېزمنه ګټه اخیستنه بلل شوې ده.

نیټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۱ ه ق
له پېښو سره د مبارزې  آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .