د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷۲ اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
Wed, May 14 2025 4:56 PM
Image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د ۷۴۵ کورنیو لپاره چې په اجباري توګه له ایران او پاکستان څخه راستانه شوې دي, د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د یادونې وړ ده, چې د دې لړۍ په لومړۍ او دویمه ورځ له یادې جملې ۳۷۲ کورنیو هرې یوې ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې او ټاکل شوې چې دا لړۍ به تر راتلونکو ورځو پورې ۷۴۵ کورنیو ته د مرستو د وېش تر بشپړېدو دوام ومومي.
باید وویل شي چې پر دې سربېره, ۳ نورو کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې, هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه, ۲۵ کیلو وریجې, ۱۰ لیټره غوړي, ۱ تخته کمپله او ۱ د اوبو سطل ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .