د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱١١ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Jun 19 2025 1:04 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د IOM او ASLO سازمانونو په ملاتړ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په پلحصار ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ١١١ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ١ د پخلنځي کېټ، ٣ تختې کمپلې، ١ عدد د سرپنا کېټ، ٤ عدده څراغونه، ٤ تختې ترپالونه، ١ تخته پلاستیکي فرش او ١ پایه خېمه ووېشل شوه. همدارنګه، د ASLO سازمان لخوا هرې کورنۍ ته ٢٠٠ کیلو اوړه، ٢٠ لیټره غوړي، ٢٥ کیلو دال نخود، ٢ کیلو بسکېټ، ١ کیلو مالګه او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ له لوري هرې کورنۍ ته یو روغتیایي کېټ ووېشل شو.  

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲٢هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .