د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنوشویو او بیوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Mon, Jun 30 2025 12:32 PM
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د درمان مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې، ۲۰۰ زیانمنو شویو او بیوزله کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
 په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۲۰ کيلو وريجې، ۱.۲ کيلو چاي، ۲.۵ کيلو لوبيا او ۲ کيلو بوره ووېشل شوه.
د یادونې وړده، چې د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګی رياست محترم رئیس؛ قاري خير محمد غازي او د ياد ولايت د اقتصاد محترم رئيس؛ مولوي جان محمد حامد، له يادې مؤسسې څخه اړمنو او زیانمنو وګړو ته د مرستو رسولو په پار مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به له موسسو سره هر ډول همکارۍ کوي، په ورستیو کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه وکړه او د ورته نورو مرستو غوښتنه یې وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .