د بامیان ولایت د دولت آباد ملا غلام کلي کې د استنادي دیوال د جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rahyab
Wed, Jul 02 2025 1:40 PM
news image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز اړوند د دولت آباد ملا غلام په کلي کې د یو ملیون افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ او په رسمي ډول سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا استنادي دیوال د ۱۸۲ مترو  په اوږدوالي د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رییس؛ مولوي محمد طاهر شاکر، د ولایت مقام د پلاوي چې د ښار او کور جوړونې ریاست مسؤلینو پکې شتون درلود، د اقتصاد ریاست، مستوفیت، ښاروالۍ او د نورو اړوندو ادارو په شتون کې، پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د لارښوونې له مخې د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه، یو میلیون افغانۍ د وقایوي پروژو د تطبیقولو لپاره په هر ولایت کې ځانګړې شوې دي، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره یې د سروې له ترسره کولو او د بیړني حالت له پېژندلو وروسته، دا پروژې د هېواد په کچه پلې کوي.
د دولت آباد ملا غلام کلی، هر کال د درنو سېلابونو له امله سخت زیانونه ویني، چې د هستوګنې د کورونو، د کرنیزو ځمکو او د بامیان ولایت د روغتون د عمومي سړک په اوږدږ کې د ویجاړتیا سبب ګرځي، چې له همدې امله د بامیان ولایت د ولایت مقام او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له اړینو څېړنو څخه وروسته دا پروژه د یوې اساسي اړتیا په عنوان تثبیت او پلې کړه.
د دې پروژې د جوړولو کار د بامیان تمدن د ساختماني او سړک جوړونې شرکت لخوا، چې د داوطلبۍ په قانوني لړۍ کې ګټونکی پېژندل شوی وو په معیاري ډول سره بشپړه او له وروستني تأیید او ارزونې وروسته، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .