د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۲۴۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره