د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۳۹۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې، ۴ تختې کمپلې، د اوبو یوه بوشکه او ۲۰ کلچې صابون ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره