د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٦ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Jul 12 2025 9:27 PM
news image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٦ کورنیو ته چې د یاد ولایت په ازره ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
دا مرستې په دوو پړاوونو کې د مسؤلینو په شتون کې، په لومړي پړاو کې ٦ کورنیو ته چې کورونه يې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ٢ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ٥ لېټره غوړي، ١ باب خېمه، ١ تخته وطني کمپله، ٥ تختې چینایي کمپلې، ١ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، ٢ جوړې پلاستیکي چپلکې، ١ عدد پلاستیکي سطل، ٢ تختې ځان پاک، ١ کارتن د کلورین ټابلیټونه، ١ کارتن د یونسیف روغتیایي کیټ، ١ کارتن د یونسیف صابون او په دوه یم پړاو کې، ٣٠ نورو کورنیو هرې یوې ته، ٢ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ١ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، ٥ تختې چینایي کمپلې، ٢ جوړې پلاستیکي چپلکې، یو عدد پلاستیکي سطل، ٢ تختې ځان پاک، یو کارتن د کلورین ټابلیټ، یو کارتن روغتیایي کیټ او یو کارتن د یونسیف صابون ووېشل شو. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱٤ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .