د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په عمري پنډغالي کې راستنوشویو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نور خدمات وړاندې کړل

tamim_azimi
Sun, Jul 20 2025 8:51 PM
news image

 د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په تورخم بندر، عمري پنډغالي کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو  کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې، د ماینونو په اړه عامه پوهاوی او په نورو بېلابېلو برخو کې ورته خدمات وړاندې کړل.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ٤ کورنیو ته د شپې تېرولو لپاره خوراکي توکي او کمپلې ووېشل شوې، ٢٨ نارینه او ٣٣ ښځینه وو ته د ماینونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو، په یاد پنډغالي کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د جوړ شوي روغتون د واکسیناتورانو په واسطه ٣٢ ماشومان واکسین شول، هر کډوال ته یوه شمسي، یوه زمیني پکه او درې کاټونه ورکړل شول او همدارنګه پر دې پنډغالي باندې په تېر شوي سړک باندې د دوړو د مخنیوي په موخه اوبه وشیندل او ورڅخه ټول کثافات ټول او په یو خوندي ځای ته ولېږدول شول.

نېټه: ۱۴۴۷/١/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .