د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سپین بولدک ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
Wed, Aug 20 2025 2:08 PM
news image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سېلابونو د خطرونو او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د استنادي دېوال جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې کېښوده.
دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، د هېواد له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د انجنیرانو لخوا د سپین بولدک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې سروې ترسره شوې وه، چې پکې د شیرو اوبو کاریز د سېلابونو له خطر سره مخ پېژندل شوو وو او اوس مهال د یو میلیون افغانیو په ارزښټ په همدې ځای کې د ٥٣ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړولو د پروژې کار عملآ پیل شو. 

نېټه: ۱۴۴۷/۲/٢٦ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .