د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په نمک آب ولسوالۍ کې ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲،۹۱۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۱،۶۴۱،۲۴۰ (یو میلیون، شپږ سوه او یو څلویښت زره او دوه سوه او څلویښت) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره