په کندهار ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د DRC ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټېم QRT، د یاد ولایت د دامان ولسوالۍ په پنځلسمه او شپږمه ناحیه کې ناچاوده توکي وموندل او په خوندي توګه یې له منځه یووړل.
د یادونې وړ ده، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو او د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ د ماین پاکۍ دا عملیات ترسره شول او اوس مهال د دې ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ ژوبلې او نورو زیانونو څخه خوندي پاتې شول. د یاد ریاست مسؤلینو له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره