د کندز ولایت په علي‌آباد ولسوالۍ کې د ګبیوني تحکیماتو د پروژې کار پیل شو

rahyab
Wed, Sep 03 2025 1:54 PM
تصویر خبر

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، چې د هر ولایت لپاره یوه پروژه د یو میلیون افغانیو په ارزښت د هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه بنسټونو د زیانمنتیا د مخنیوي او د وقایوي پروژو د پلي کېدو په موخه منظوره شوې ده، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د علي‌آباد ولسوالۍ په محمدروزي بای میر شیخ کلي کې د ګبیوني تحکیماتو پروژه پیل کړه.
دا پروژه به ټولټال د نه سوه نه څلوېښت زره او دوه سوه پنځوس (۹۴۹,۲۵۰) افغانیو په ارزښت، د ۳۷۵ مکعب متره په حجم سره د دوو میاشتو په موده کې بشپړه شي. چې د پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، کورونه او عامه بنسټونه د سیلاب له خطر څخه خوندي پاتې شي.
د دې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم شفیق الله جواد او نورو سیمه ییزو مسؤلینو شتون درلود.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Oct 07 2025 3:32 PM
Background image

An MoU for joint cooperation, valued at 292,399 US dollars, was signed between ANDMA and the Aga Khan Development Network

Today, on Tuesday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Rahatullah Baig, the Executive. . .

Sun, Oct 05 2025 3:22 PM
Background image

Two MoUs on Joint Cooperation were Signed Between ANDMA and World Vision and Kuak Organizations

Today in morning, on Sunday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, held a separate meetings at his office with. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .