د روسیې فدراسیون لخوا د ۲۰ ټنه خوراکي موادو لومړۍ برخه له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې لوی رئیس ته تسلیم شوه

rahyab
Fri, Sep 05 2025 9:51 PM
news i mage

نن ورځ، جمعه، د روسیې فدراسیون لخوا د ۲۰ ټنه خوراکي موادو لومړۍ برخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ته تسلیم شوه. دغه مرسته د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو کسانو لپاره ځانګړې شوې ده او په عادلانه توګه به پر هغوی ووېشل شي.
د دې مرستو د تسلیمۍ په غونډې کې له  پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي، د کلیو پراختیا او بیا رغونې معین،  مولوي شرف‌الدین مسلم ، د موادو دتسلیمی ټاکلی کیمتی اعضاء  او د روسیې فدراسیون سفیر ګډون درلود. 
د دغه غونډې پر مهال دواړو لوریو د مرستو پر اهمیت، د افغان ولس د اړتیاوو پر درک، او د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي ترابي صاحب د روسیې فدراسیون څخه د زړه له کومي مننه وکړه او دغه مرسته یې د افغان ولس لپاره، په تېره بیا د زلزله ځپلو کسانو د ستونزو په کمولو کې یو مهم ګام وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې دا مرستي به د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو کسانو ته په شفافه او عادلانه توګه ووېشل شي.
همداراز، د روسیې فدراسیون ژمنه وکړه چې ۲۰ ټنه نور خوراکي مواد به هم په نږدې راتلونکي کې راواستول شي، چې هغه به هم د زلزله ځپلو کسانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .