د پېښو چارو د همغږۍ معین د لوګر ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت د مرستیال والي سره یې وکتل

rahyab
Mon, Sep 08 2025 4:18 PM
news image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پیښو چارو د همغږۍ معین محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د یو تخنیکي، مسلکي پلاوي په مشرۍ د هیواد ولایتونو ته خپل رسمي سفر په لړۍ کې، د لغمان، نورستان، کنړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري پروسې له څارنې وروسته د لوګر ولایت ته ورسید.
په پیل کې، د پیښو چارو د همغږۍ محترم معین د لوګر ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس محترم قاري نورالله محمود او د هغه د مل پلاوي په شتون کې د ولایت مقام د مرستیال محترم الحاج مولوي محمد انور دین پرور سره وکتل.
په دې غونډه کې، د پیښو چارو د همغږۍ معین، نورو ولایتونو ته د خپل سفر یادونه وکړه، ویې ویل چې د دې سفر موخه له پیښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت بیاکتنه، د اسلامي امارت د عالي مقام د فرمانونو، احکامو او لیکونو د پلي کولو تعقیب، د مالي او اداري چارو ارزونه، د تفاهم لیکونو د پلي کولو څارنه، د وقایوي پروژو بیاکتنه، د بشري مرستو د ویش، د ماین پاکۍ چارو، د نشراتي چارو د پروسې تعقیب او د موجوده ستونزو او وړاندیزونو اوریدل دي.
هغه ټینګار وکړ چې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د خپلو قانوني واکونو او ماموریتونو په چوکاټ کې د وقایوي پروژو د پلي کولو، د اغیزمنو خلکو سمدستي اړتیاوو ته ځواب ویلو او د طبیعي پیښو او خطرونو د مدیریت ښه کولو لپاره هراړخیز همکارۍ ته ژمنه ده.
په دوام یې، د لوګر ولایت مرستیال، د زیانمنو خلکو سره د چلند په برخه کې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مشرتابه ستاینه وکړه، د دې ولایت زیان منونکي حالت ته یې اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې ولایت خلک د طبیعي پیښو له امله ډیر زیان منونکي دي او بشري مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
ورپسې، پلاوي د لوګر ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست کار جریان یې له نږدې وڅېړو. د دې سفر په جریان کې، د پیښو چارو د همغږۍ مرستیال د دې ریاست له رییس او کارمندانو سره خبرې وکړې، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د اسنادو او فعالیتونو د ارزونې پرمهال یې کارکوونکي وهڅول چې د دوی د دندو له شرایطو سره سم ګړندي، پر وخت او اغیزمن خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې پورته یاد شوي پلاوي په دې ریاست کې د څارنې او لارښوونې پروسه پیل کړه.

نیټه: ١٤٤٦/٣/۱۵ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .