د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۹۸ زلزله ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Sep 20 2025 11:22 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې (Save the Children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۲۹۸ کورنیو ته چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د ترپال، کلنګ، میخ، دستکشونه، پلاستیک، لاس ګا‌ډۍ، ترازو، یو تخته ترپال او نورو اړینو توکو لرونکی یو بېړنی کېټ ووېشل شو.
له مرستو برخه منو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مشرتابه او همکاره موسسې څخه قدرداني وکړه، د هغوی ستونزو ته له پاملرنې او پر وخت ځواب وینې له کبله خوښي څرګنده کړه او د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .