د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو د ټیم لیډرانو او د عملیاتي مسؤلینو په ګډون بېړنیو پېښو ته د ځواب وینې د مسؤولیتونو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره کړ 

rahyab
Thu, Oct 02 2025 3:29 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست په همغږۍ، بېړنیو پېښو ته د ځواب وینې د مسؤلیتونو په اړه یو ورځنی ورکشاپ، په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو د ټیم لیډرانو، د عملیاتو مسؤلینو، د ماین پاکۍ د پروګرام تخنیکي دفتر، بېړنیو پېښو ته د ځواب وینې د ټیمونو مسؤلینو، د یاد ریاست د رئیس او لوړپوړو مدیرانو په ګډون د ماین پاکۍ د پروګرام د غونډو په تالار کې ترسره شو. 
ورکشاپ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د پروګرام په پیل کې د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستم‌خېل، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او د موسسو له مسؤلینو او کارکوونکو څخه یې مننه وکړه چې د پروګرام د لا ښه والي او د چارو د همغږۍ په موخه یې په دې پروګرام کې فعال ګډون وکړ.
ورپسې، د پروګرام ګډونوالو بېړنیو پېښو ته د ځواب وینې ټیمونو د ټیم لیډرانو د دندو، د ټیم ليډرانو د ظرفیت لوړولو اړوند اقداماتو، بېړنیو پېښو ته د ځواب وینې ټیمونو د ورځني، اوونیزو او میاشتنیو پلانونو د ترتیب او پلي کېدو او په ۲۴ ساعته ډول بېړنیو پېښو ته د ځواب وینې، د راپورونو د تنظیم او د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست ته وړاندې کولو په تفصیلي بحث او د نظرونو تبادله وکړه. 
ورکشاپ د ماین پاکۍ د پروګرام د اړوندو ادارو، لوړپوړو مسؤلینو، ټیم لیډرانو، تخنیکي دفتر او د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست ترمنځ د همکارۍ په فضا کې پای ته ورسېد. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .