د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۲۶۷ بېوزله کورنیو ته خوراکي او نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۱,۲۶۷ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۰۰ افغانۍ او ټولټال درې میلیونه او شپږ سوه څلور اویا زره او درې سوه (۳,۶۷۴,۳۰۰) افغانۍ ووېشل شوې. همدا راز، یاد شمېر کورنیو ته ۳ کیلو سوپر سریال او ۱.۵ کیلو پلمپي هم ورکړل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره