د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب له امله ۲۴۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
Mon, Oct 27 2025 7:53 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست د دې بنسټ په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په جلال آباد ښار او شینوار، اچین، سپین غر، بټي کوټ، پچیراګام، هسکه مینه، سرخ رود او خوګیاڼي ولسوالیو کې د سېلاب له امله ۲۴۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه. 
همدارنګه، له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۷۶ کورنیو ته د کاکو او ۲۰۳ کورنیو ته د مغزي حلوا مرستې هم ووېشل شوې. 
د یادونې وړ ده، چې دا مرستې د یوې میاشتې لپاره وې په پام کې ده، چې دې کورنیو ته به په راتلونکې میاشت کې هم په همدې ډول خوراکي مرستې ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .