د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵۰ کارګرانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د OCHA دفتر دی، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو کې ۶۵۰ تنه کارګرانو ته د ترنجونو د کیندنې کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هر کارګر ته ۶,۶۲۵ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال څلور میلیونه او درې سوه شپږ زره او دوه سوه پنځوس (۴,۳۰۶,۲۵۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کسانو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
