د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۱ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې ۳۸۱ کورنیو ته چې کورونه یې د تېرو سېلابونو له امله ویجاړ شوي وو، د کورونو د ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون د دویم قسط ۱۸,۱۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال شپږ میلیونه او نه سوه یوولس زره او درې سوه څلوېښت (۶,۹۱۱,۳۴۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
