د کندهار ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګي رياست ۴۹ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Nov 01 2025 3:44 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د HOPA، CHA، ADNO، AYSO، NRC او د ماشومانو ساتنې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مخې، چې د پروژو تمویلوونکي یې د خوړو نړيوال سازمان (WFP)، UNHCR او د UNICEF سازمانونه دي، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله ۴۹ په قسمي او بشپړ ډول زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د HOPA مؤسسې لخوا ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۴۴ کیلو غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲۵ کیلو دال، ۱۲ پاکټه د ماشومانو خوراکي توکي او ۲.۱ کیلو بیسکټ د ماشومانو ساتنې مؤسسې له لوري روغتیایي کېټونه او د سرپناه د ترمیم د ترمیم کېټونه د CHA مؤسسې لخوا ۱ عدد ۵ کیلویي ګاز ډبه، ۱ تخته ترپال، ۳ تختې کمپلې، ۲ عدده سولر ګروپونه، ۲ عدده ۵ لیټره د اوبو بشکې او ۹ کورنیو هرې یوې ته کوچنۍ خیمې د ADNO له لوري ۱۰۰ پاکټه د اکوټب ګولۍ او هغه په اړه عامه پوهاوی، د تشنابونو جوړول د AYSO مؤسسې لخوا ۱ تخته توس، ۱ تخته ترپال، د روزنیز ژوند توکو کيټ او همدارنګه د NRC مؤسسې له لوري یاد شمېر کورنیو هرې یوې ته ۹۳۳۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور سوه او اوه پنځوس زره او یو سل ا اویا (۴۵۷،۱۷۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې. 
د یادونې وړه ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس؛ محترم قاري عبدالسلام عمري له اړوندو مؤسسو څخه د مرستو د وېشلو په پار مننه وکړه او په راتلونکي کې د ورته مرستو غوښتونکی شو. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .