د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۵۰۰ کورنیو ته چې د یاد ولایت د کوه زور ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو کې د سختې وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د دې پروګرام له ترسره کولو څخه یې موخه د وچکالۍ د منفي اغېزو کمول او په لرې پرتو سیمو کې د زیانمنو کورنیو ملاتړ کول وو.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
