د پنجشیر ولایت د پیاوشت د کلیو او د زمانکور سیند له وقایوي فعالیتونو څخه څارنه وشوه

rahyab
Wed, Dec 10 2025 1:48 PM
news

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمیسیون د څارنې ټیم د دې ولایت په دوو سیمو کې د وقایوي فعالیتونو له بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه. د رخه ولسوالۍ په پیاوشت کلي کې د نښلوونکي سړک د تحکیم بهیر په حضوري ډول وڅارل شو. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اړین مواد، لکه د ګبیون بکسونه چمتو کړي او سیمې ته یې انتقال کړي دي. د تثبیت او د ګبیونونو د نصبولو عملیات د ځایي خلکو په مرسته د پلان او تخنیکي معیارونو سره سم روان دي.

د عنابه ولسوالۍ په زمانکور کلي کې د اوبو د مناسب جریان لپاره د لارې برابرولو او د اوبو د لوړېدو د مخنیوي په موخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د ځایي خلکو په همکارۍ د یو عراده اسکواټور په کارلو سره د سیند د پاکولو بهیر ترسره شو. د زیاتو خاورو او اضافي موادو لویه برخه له لارې لیرې شوې ده.

په پای کې، د تخنیکي معیارونو د رعایت، د خوندیتوب اصول او د کار د چټکتیا په برخه کې ساحوي مسؤلینو ته اړین لارښود ورکړل شول تر څو پروژې په ښه کیفیت او په ټاکل شوي وخت کې بشپړې شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .