د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۰۱۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, Dec 23 2025 1:47 PM
تصویر خبر

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د متحده عربي اماراتو هېواد، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، OHW او د ASIO مؤسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په دره صوف بالا او حضرت سلطان ولسوالیو او مرکز ایبک ښار کې د تېرې زلزلې له امله ۳,۰۱۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د متحده عربي اماراتو له لوري، په ایبک ښار کې ۶۶۳ کورنیو هرې یوې ته یو کارټن خوراکي توکي، یوه تخته کمپله او ۱۸۸ کورنیو هرې یوې ته یو باب خیمه، یو کارټن خوراکي توکي او په دره صوف بالا ولسوالۍ کې ۲۶ کورنیو هرې یوې ته د WFP له لوري ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، ۲.۱ کیلو بسکېټ، ۱.۵ کیلو پلمپي، ۳ کیلو سوپر سریال ووېشل شول. سربېره پر دې، د ASIO موسسې له لوري ۱,۷۷۱ کورنیو هرې یوې ته ۵,۸۰۰ افغانۍ او د OHW موسسې له لوري ۱۶۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۷۰ افغانۍ او یو روغتیایي کېټ او ۱۶۳ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۲۷۹ افغانۍ او ۶۷ کورنیو هرې یوې ته یو روغتیایي کېټ ووېشل شو، چې د وېشل شویو نغدو مرستو اندازه ټولټال څوارلس میلیونه او دوه سوه درې دېرش زره او څلور سوه اووه اویا (۱۴,۲۳۳,۴۷۷) افغانۍ کېږي. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .