له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ د  جوړېدو له کارونو څخه څارنه وکړه

rahyab
Wed, Dec 24 2025 2:12 PM
تصویر خبر

نن ورځ چهارشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي کندهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لپاره د نوې جوړېدونکې اداري ودانۍ د کارونو له پرمختګ څخه د یو پلاوي ملتیا څارنه وکړه.

محترم ترابي صاحب په دې لیدنه کې له اړونده مسؤلینو څخه د اداري ودانۍ د پروژې په اړه راپور واخیست او ویې ویل چې، د ودانۍ کارونه له پلان سره سم پر مخ روان دي. هغه وویل چې د اداري ودانۍ جوړېدل د خدمتونو د وړاندې کولو په کیفیت مستقیم اغېز لري او د کیفیت, چټکتیا او شفافیت پر مراعتولو یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اداري ودانۍ, چې درې پوړیزه ده او یوه زېرزمیني هم لري چې د معیاري ګدام لپاره کارول کېږي، د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، چې تر دې دمه یې ٪۹۰ کارونه بشپړ شوي دي. دا ډول نورې ودانۍ په څلورو نورو ولایتونو خوست، میدان وردګ، کاپیسا او سمنگان کې هم جوړې شوې دي، چې تمه ده پر وخت د خدمتونو ‌رسونې، رسیدنې او د پېښو مدیریت په برخه کې به اغېزناکې تمامې شي. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۳ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .