د فاریاب ولایت د بېلا بېلو سیمو په ۲۵ جوماتونو کې د خبرداري ورکولو سیستم نصب شو  

rahyab
Wed, Dec 31 2025 9:34 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په ۱۴ جوماتونو، د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه او بي بي آینه ګذر کې ۸ جوماتونو او د پشتونکوټ ولسوالۍ د ګلدره کلي په ۳ جوماتونو کې د بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو د خبرتیا لپاره د وړاندیني خبرداري سیستم ووېشل او نصب کړل.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي اسدالله وقاص وویل، چې د دې سیستم په نصبولو سره به سیمه ییزې کمېټې چې وړاندې یې روزنه ترلاسه کړې ده،  د بېړنیو حالاتو پر مهال وکولای شي د طبیعي پېښو خطرونو کمولو او د خلکو د خبرتیا لپاره له دې سیستم څخه کار واخلي، چې په پایله کې به یې خلک د پېښو رامنځته کېدو پر مهال د احتمالي زیانونو د مخنیوي په پار مخکې له مخکې اړین تدابیر ونیسي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .