د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د خوړ د پاکولو کار پیل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې او د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د یو خوړ د پاکولو کار د یادې ادارې د بودجې په کارولو سره پیل کړ.
په دې بهیر کې به د ویجاړې شویو سیمو د ترمیم او د سېلابي لارې د پاکولو کارونه ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
