د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ روغو شویو روږدو کسانو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام او د روږدو کسانو د پنډغالي آمریت سره په همغږۍ، د دې ولایت اړوند ۲۳ تنه روغو شویو روږدو کسانو ته له سروې وروسته د قرانکریم د زده کړو د ورکولو ترڅنک د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هر تن ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو غوښه، ۳ کیلو بوره او نیم کیلو تور چای ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
