د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو او شرکتونو څارنه وشوه
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مشرۍ د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې، د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د هغو پمپ سټېشنونو، ګازو شرکتونو او سوداګریزو مارکېټونو څخه چې د اورلګېدنې د مخنیوي په پار لارښود ورکړل شوی و، څارنه وشوه.
د دې څارنې موخه د لارښود له عملي کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول و او د یادو پمپ سټېشنونو، ګازو او سوداګریزو مارکېټونو په اړه معلومات په چیک لیست کې ثبت شول.
د څارنې دا بهیر د ګردېز ښار په نورو سیمو کې دوام ولري.
نېټه:۱۴۴۷/۰۸/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
