د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو سختو واورو ورېدو او یخنۍ له امله ٣٧ زیانمنو شویو کورنیو ته بیړنۍ خوراکي او د سون توکي ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رییس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د وروستۍ واورې د یخنۍ له امله زیانمنو شویو کورنیو ته بیړنۍ خوراکي او او د سون توکو مرستې ووېشلې.
دا لړۍ د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د محترم رییس مولوي عبدالغني کامل په شتون کې ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اړوند مرکزي او ولایتي کارکوونکو د وروستۍ سختې واورې له امله د زیانمنو شویو د ژغورنې او هغوی ته د ژر رسېدنې هڅې پیل کړې دي.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
