د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چت د نړېدو له امله د شهیدانو له کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه

rahyab
Thu, Jan 29 2026 2:04 PM
12

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پلاوي، د یاد ولایت د مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په غوچکو سیمه کې د یوې زیانمنې کورنۍ د وضعیت د څېړنې لپاره چې د کور چت یې نړېدلی و، د یادې کورنۍ څخه له نږدې لیدنه وکړه.

یاد پلاوي له زیانمنې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه، د شهیدانو لپاره یې دعا وکړه او له زیانمنې کورنۍ سره یې د سل زره (۱۰۰,۰۰۰) افغانیو نغدي مرسته وکړه.

یاده کورنۍ چې د چت نړېدو له امله یې له بده مرغه یوه ښځه او شپږ ماشومان له لاسه ورکړي وو او د کورنۍ پلار هم ټپیان شوی و، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یادې کورنۍ سره د تسلیت ترڅنګ له هغې پر هر اړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ.

نېټه:۱۴۴۷/۸/۱۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .