د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کلیو د پراختیا ریاست سره په همغږۍ، د خپلو پروګرامونو د دوام په لړ کې د یاد ولایت اړوند ۱۵۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ بورۍ اوړه، ۱ بورۍ غنم او د کلیو د پراختیا ریاست له لوري هرې کورنۍ ته یو د روغتیایي بستو کیټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
