د کنړ ولایت په دوو ولسوالیو کې د خوړونو د پاکولو چارې پای ته ورسېدې 

rahyab
Sat, Feb 07 2026 10:14 AM
123

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په ناړۍ او غازي آباد ولسوالیو کې د خوړونو د پاکولو چارې د خلکو د سر، مال، کرنیزو ځمکو او عامه تاسیساتو د خوندیتوب په موخه په بریالیتوب سره پای ته ورسولې. 

د یادو خوړونو د پاکولو لړۍ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، پیل شوې وې، چې په غازې آباد ولسوالۍ کې د اسکواټر له ۷۷ ساعته کارکولو او په ناړۍ ولسوالۍ کې د یادې ماشینرۍ له ۲۴۶ ساعته کار کولو وروسته پای ته ورسېدې. 

د یادې کړنې په ترسره کېدو سره، سیمه ییزو اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د یادې ادارې او ریاست له مسؤلینو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د ورته وقایوي پروژو لړۍ دوامداره وساتي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .