د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍریاست ۵۴ زیانمنو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍریاست د WFP, UNICEF او IOM سازمانونو په مالي ملاتړ, د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو واورو او بارانونو له امله ۵۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د WFP له لوري 11,600 افغانۍ د IOM له لوري هرې کورنۍ ته 8,500 افغانۍ او د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ته یوه ژمنۍالبسه او یو هایجن کېټ ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
