د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۳ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامیک ریلیف (IRW) موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د مرکز او روداتو ولسوالۍ اړوند ۷۵۳ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره درې میلیونه او اوه سوه او پنځه شپېته زره (۳,۷۶۵,۰۰۰) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له یاد ریاست او مؤسسې څخه د مننې کولو ترڅنګ د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
