د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Sun, Feb 22 2026 11:59 AM
تصویر خبر

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له بېړنۍ شمېرې (0708606060) سره د ښاریانو د اړیکې پر بنسټ، د HALO Trust د ماين پاکي مؤسسې د چټک غبرګون ټیم (HT-EOD-01) د ماین‌پاکۍ د عملیاتو په موخه د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د کلاچي کلي ته واستوو.

یاد ټیم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ په کندهار ولایت کې خپل کار پیل کړ، د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې یو عدد ناچاوده هوایي بمب کشف او په خوندي توګه یې له منځه یووړ.

د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګي رياست له خلکو غوښتنه کوي چې د هر ډول چاودېدونکو او شکمنو توکو د ليدو په صورت کې دې ژر تر ژره له اړوند مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، تر څو يې د له منځه وړلو لپاره پر وخت اړین اقدامات ترسره شي.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .