د کندهار ولایت په لوړشاوليکوټ ولسوالۍ کې د يو ګبيوني استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړي اوګټي اخيستنې ته وسپارل شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د لوړشاوليکوټ ولسوالۍ په تيزک کلي کې د یو ګبيوني استنادي دېوال د جوړولو چارې د يو ميليون او شپږ سوه او اوه نيوي زره او دوه سوه او يو پنځوس (۱،۶۹۷،۲۵۱) افغانیو په لګښت سره بشپړې اوګټې اخيستنې ته وسپارلې.
یاده پروژه د ۸۲ متره اوږدوالي، ۴ متره لوړوالي او ۳ متره سور په درلودلو سره د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د مخنیوي په موخه بشپړه شوه.
د یادونې وړ ده، چې د دې ګبيوني استنادي دیوال په جوړولو سره هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې د سيلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
