د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۱ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانها برای فردا A4T موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله ۳۵۱ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسولینو په شتون کې د ۱۵۰ ډالرو معادل ۹,۶۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه درې میلیونه او درې سوه او درې اتیا زره او شپږ سوه او څلوېښت (۳,۳۸۳,۶۴۰) افغانیو ته رسېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
