خبرداری!
د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې ۱۲-۱۳مه نېټه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست او د معتبرو نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو له مخې په, کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا, پکتیکا، خوست، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، هرات، غور، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، فاریاب، ننګرهار، لغمان, کونړ او نورستان ولایتونو کې د تالندې او برېښنا پېښېدو، د باران ورېدو او د سېلاب د راتلو احتمال شتون لري.
په یادو ولایتونو کې د باران ورېدو اندازه له ۱۰ تر ۵۰ مليمتره پورې اټکل شوې ده.
له همدې امله، د یادو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سیلاب خطر په کې شتون لري، له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ولایتي کمېټو د لارښوونو سره سم لازم تدابیر ونیسي او عملي یې کړي.
همدا راز, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, ټولو ولایتي مسؤلینو او د ادارې نورو کارکوونکو ته په جدي ډول لارښوونه کړې, چې د خطرونو د مخنیوي لپاره چمتو او د تیارسئ په حالت کې واوسي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
