په جوزجان ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

rahyab
Sat, Apr 25 2026 11:57 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رضاکارانو ټیم هم فعال شو.

د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ادارې مرکزي پلاوی، چې د پېښو د مدیریت معلوماتي ملي سیستم (NDMIS) آمر او د رضاکارانو د پروګرام مسئول، سمیع‌الله حیات او د ارزونې او څارنې آمر، فیض‌محمد آغا پکې شامل وو، د شبرغان ښار ته سفر وکړ او د ولسوالیو او ښاري ناحیو څخه ټاکل شویو د رضاکارانو لپاره یې یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې پر موخو او رول، د رضاکارانو د پروګرام پر اهمیت او د رضاکارانه فعالیتونو د تنظیم او پلي کولو پر څرنګوالي معلومات وړاندې شول. همدارنګه، د دې پروګرام طرزالعملونه او کاري لارښوونې ګډونوالو ته تشریح شوې.

په پای کې، رضاکاران د کاري ژمن‌لیک له لاسلیک وروسته د ادارې له لوري وستایل شول او هغه ډالۍ چې له مخکې په پام کې نیول شوې وې، هغوی ته ووېشل شوې. دغه پروګرام د روزنو پر دوام او د رضاکارانو د ظرفیت پر لوړولو په ټینګار سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .