په فاریاب ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

rahyab
Sun, Apr 26 2026 11:12 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رضاکارانو ټیم هم فعال شو.

د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ادارې مرکزي پلاوی، چې د پېښو د مدیریت معلوماتي ملي سیستم (NDMIS) آمر او د رضاکارانو د پروګرام مسئول، سمیع‌الله حیات او د ارزونې او څارنې آمر، فیض‌محمد آغا پکې شامل وو، میمنه ښار ته سفر وکړ او له ولسوالیو او ښاري ناحیو څخه ټاکل شویو د رضاکارانو لپاره یې یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې پر موخو او رول، د رضاکارانو د پروګرام پر اهمیت او د رضاکارانه فعالیتونو د تنظیم او پلي کولو پر څرنګوالي معلومات وړاندې شول. همدارنګه، د دې پروګرام طرزالعملونه او کاري لارښوونې ګډونوالو ته تشریح شوې.

په پای کې، رضاکاران د کاري ژمن‌لیک له لاسلیک وروسته د ادارې له لوري وستایل شول او هغه ډالۍ چې له مخکې په پام کې نیول شوې وې، هغوی ته ووېشل شوې. دغه پروګرام د روزنو پر دوام او د رضاکارانو د ظرفیت پر لوړولو په ټینګار سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .