د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Apr 30 2026 1:13 PM
news image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ ناحیه کې ۳۵ مستحقو او په خوګیاڼيو ولسوالۍ کې ۱۹۷ او همدارنګه په روداتو ولسوالیو کې ۹۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 


په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  ۱۹۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۹.۱ کیلو ګرامه  غوړي، ۱۲.۵ کیلو ګرامه دال او ۱ کیلو ګرام مالګه او د ډاکار مؤسسې له لوري ۳۵ کورنیو هرې یوې ته یو عدد د اوبو پاکولو فلټر او د RRAA مؤسسې لخوا ۹۷ کورنیو هرې یوې ته یو د روغتیا ساتنې کيټ او ۱۰۶۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او اته ویشت زره او دوه سوه (۱,۰۲۸,۲۰۰ ) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.  

د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو په پار له یادو بنسټونو او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
 

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .