له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړېدو له بهیر څخه څارنه وکړه
نن پنجشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري حضرت الله امداد الله په ملتیا د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال، محترم ترابي صاحب د ودانیزو چارو د پرمختګ له ارزونې وروسته له مسؤلینو، انجنیرانو او د ساختماني شرکت له استازو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې چارې باید د تخنیکي معیارونو، شفافیت او ټاکل شوي مهالویش له مخې پر مخ ولاړې شي.
د ادارې لوی رئیس د دې مهمې پروژې د پرمختګ له بهیر څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ وویل، د دې ودانۍ جوړېدل د بیړنیو حالاتو پر مهال د ارزګان ولایت خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او پېښو ته د اغېزمنې رسېدنې په برخه کې یو مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره ژمنه ده، څو په ټول هېواد کې د پېښو د اغېزمن مدیریت لپاره لازم امکانات برابر کړي.
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې ودانۍ به اداري دفترونه، د خوراکي او غیرخوراکي توکو د زېرمه کولو ګدامونه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري، چې طبیعي پېښو ته د چټکې ځواب وینې او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ بهیر د پیاوړتیا لپاره جوړېږي.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له کارکوونکو سره جلا جلا وکتل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او هغوی ته یې په چارو کې د شفافیت رامنځته کولو، د خلکو ستونزو پر وخت د رسېدنې او د فعالیتونو پر وخت ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او د هڅونې په توګه یې له هغوی سره نغدي مرسته هم وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
