د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شېګل ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شېګل ولسوالۍ د لچي په کلي کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل کړ.
د دې پروژې د پرانیستې مراسم د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسئولینو، د شېګل ولسوالۍ د ولسوال، قومي مخورو، مشرانو او د سیمې د ځوانانو په شتون کې ترسره شول.
د دې پروژې د پلي کېدو موخه د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو کمول، د سطحي اوبو ښه مدیریت او د استوګنیزو سیمو او کرنیزو ځمکو ساتنه ده. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابي اوبو د تېرېدو لاره منظمه شي او د اوبو د راټولېدو او احتمالي زیانونو مخه به ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د خلکو د ځآن، مال او عامه تاسیساتو د خوندیتوب په موخه، د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د وقایوي پروژو پلي کولو ته دوام ورکړی.
