د پنجشیر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو له خطر سره مخ ۱۱ سیمې سروې او تثبیت شوې
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیانمنونکو سیمو د پېژندنې او ارزونې د بهیر په دوام، د رُخه ولسوالۍ په قراء دوشاخ، چمالورده او بلاق و بوته وار کلیو کې د هغو ۱۱ سیمو سروې او تخنیکي ارزونه کړې چې د واورې ښویېدنې، ډبرو رالوېدو او د سیلابونو له خطر سره مخ دي.
په دې سروې کې اصلي تمرکز پر استوګنیزو سیمو، عامالمنفعه تأسیساتو او نورو ټولنیز اهمیت لرونکو ځایونو و، ترڅو د ټولنیز خوندیتوب رامنځته کولو او له خطر سره مخ ټولنو د زیانمنتیا کچې د راکمولو زمینه برابره شي.
یاده سروې د اړوندو ادارو د استازو او د پېښو د چارو د متخصصینو له تخنیکي ټیم سره په ګډه ترسره شوې ده. د سروې پایلې ښيي چې یادې سیمې د قدرتي پېښو له جدي خطر سره مخ دي.
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو ویلي، د دغو ارزونو پایلې به د خطرونو د کمولو او د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره د وقایوي اقداماتو د پلان جوړونې او پلي کولو بنسټ وګرځي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د رُخه ولسوالۍ په نورو سیمو کې به هم د زیانمنونکو سیمو د سروې او تثبیت بهیر دوام ومومي.
